ads

په کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو په نښته کې درې افغان پوله ساتي سرتیري ټپیان شول

امنیتي چارواکي څرګندوي، چې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې درې پوله ساتي سرتیري ټپیان شوي دي. دا په تېرو څو میاشتو کې ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د نښتو وروستۍ پېښه ده، خو تر اوسه په دې پېښه کې پاکستاني لوري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 سلواغه 1398
په کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو په نښته کې درې افغان پوله ساتي سرتیري ټپیان شول

امنیتي چارواکي څرګندوي، چې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې درې پوله ساتي سرتیري ټپیان شوي دي.
دا په تېرو څو میاشتو کې ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د نښتو وروستۍ پېښه ده، خو تر اوسه په دې پېښه کې پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وویل، نښته پرون شاوخوا دوه بجې هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو برید وکړ.
د کونړ د پولیسو ویاند وايي، دې نښتې درې ساعته دوام وکړ، چې پر مهال یې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
تر اوسه د دواړو خواوو تر منځ د جګړې دلیل معلوم نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA