ads

په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د یادو سیالیو مسولین وایي، چې د کرکټ د پیل شوو سیالیو هدف د سولې پیغام، د ځوانانو ترمنځ ملي یوالی او د زده کوونکو تر منځ د سالم رقابت رامنځته کول دي. په ختیځو ولایتونو کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر رییس الحق ناصري د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 سلواغه 1398
په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د یادو سیالیو مسولین وایي، چې د کرکټ د پیل شوو سیالیو هدف د سولې پیغام، د ځوانانو ترمنځ ملي یوالی او د زده کوونکو تر منځ د سالم رقابت رامنځته کول دي.
په ختیځو ولایتونو کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر رییس الحق ناصري د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ ګټورې بولي او وایي، دا سیالۍ یې له ژمنیو رخصتیو څخه په ګټه اخیستنې پیل کړي؛ چې لس ورځې به دوام ولري.
د ده په خبره، په یادو سیالیو کې ټولټال ۳۰ لوبډلې ګډون لري.
ناصري زیاته کړه، په پلان کې لري چې د دغو سیالیو له لارې په راتلوونکي کې د ختیځ په کچه د خصوصي ښوونځیو د کرکټ ځانګړې لوبډله رامنځته کړي.
د ننګرهار پوهنې ریاست مسولین هم د خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د زده کوونکو د سالم رقابت د روحیې د پیاوړي کېدو لپاره ښه فرصت بولي.
د پوهنې ریاست د همغږۍ امر هجرت الله بهیر کلید ته وویل، په پلان کې لري چې زده کوونکو تر منځ د کرکټ دا ډول سیالۍ پر مرکزي ښوونځیو سربېره د لرې پرتو ولسوالیو ښوونځیو ته هم وغځوي.
زده کوونکو بیا د دا شان سیالیو پیل د ځوانانو لپاره ځکه مهمې بولي، چې ځوان کهول پرې له نشه یي توکو راګرځول کېږي.
زده کوونکي له کرکټ بورډ غوښتنه کوي، چې د دوی د ښې روزنې لپاره دې ورته د لوبو مناسب لوبغالي جوړ کړي.
ډېر کله ځوانان د بې کارۍ له کبله نشه یي توکو ته مخه کوي، خو اروا پوهان بیا د ځوانانو لپاره د داشان سیالیو ترسره کول مهم بولي؛ چې ځوانان پرې له نشه یي توکو راګرځول کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA