ads

سږکال په افغانستان کې د هنري څېرو لپاره مرګونی کال و

سږکال دغفار قطبيار په ګډون د افغانستان د سېنما ډېرو مشهورو څېرو خپل ژوند بايللی دی او ځينې يې چې ژوندي هم پاتې دي، د سايبري جرايمو په تور د زندان کنډې ته غورځول شوي دي. د افغان سېنما بل نوموتی لوبغاړی سليم شاهين لا ژوندی دی؛ خو د سايبري جرايمو په تور په زندان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 سلواغه 1398
سږکال په افغانستان کې د هنري څېرو لپاره مرګونی کال و

سږکال دغفار قطبيار په ګډون د افغانستان د سېنما ډېرو مشهورو څېرو خپل ژوند بايللی دی او ځينې يې چې ژوندي هم پاتې دي، د سايبري جرايمو په تور د زندان کنډې ته غورځول شوي دي.
د افغان سېنما بل نوموتی لوبغاړی سليم شاهين لا ژوندی دی؛ خو د سايبري جرايمو په تور په زندان کې ورځې او شپې تېروي.
د افغانستان د سېنما يوې تازه اداکارې خاطرې له کليد سره په خبروکې ومنله، چې د سېنما په چاپېريال کې داسې نورې څېرې هم شته، چې پر مېرمنو يې د کار ساحه تنګه کړې ده.
د سېنما او هنري فلمونو مينه وال په دې باور دي، چې په افغانستان کې د هنر تخليق او هنري پنځوونو په برخه کې ډېرې هڅې به وشي؛ خو د پخوانيو سېنمايي لوبغاړو تشه به محسوسېږي.
د سېنما يو لوبغاړي نويد تنها کليد ته وويل، دا ستونزمنه ده، چې د افغانستان د سېنما د دغو مشهورو څېرو ځای ډک کړل شي.
خو بل پلو د افغان فلم مشره صحرا کريمي بيا وايي، د افغانستان د سېنما راتلونکې ته يې هېله مندي ډېره شوې ده.
نوموړې کليد ته وويل، د افغانستان د سېنما لپاره د بنسټيزې پاليسۍ پر جوړولو بوخته ده او له دې سره به د سېنما په برخه کې ډېريو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند هم کليد ته وويل، چې دوی په ټول ځواک سره د هنر د پياوړتيا او ځواکمن تيا لپاره خپلې هڅې کوي.
غفار قطبيار، حنيف هنګام، آصف جلالي، قادر فرخ او په تازه حال کې د افغانستان د سېنما ګرانو د ټولنې مشر جوان شير حيدري هغه هنري څېرې دي، چې په تېرو دوو مياشتوکې د بېلابېلو ناروغيو له کبله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخښه کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA