ads

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د استیناف غوښتنې د ثبت شوو مواردو ارزونه پیل کړه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبر ورکوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د استیناف غوښتنې ټاکل شوی وخت پرون پای ته رسېدلی او تر دې وروسته د شکایتونو د استینافي مواردو ارزونه پیلېږي، چې تر ۱۵ ورځو به دوام وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر قطب الدین رویدار نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د استیناف غوښتنې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 سلواغه 1398
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د استیناف غوښتنې د ثبت شوو مواردو ارزونه پیل کړه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبر ورکوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د استیناف غوښتنې ټاکل شوی وخت پرون پای ته رسېدلی او تر دې وروسته د شکایتونو د استینافي مواردو ارزونه پیلېږي، چې تر ۱۵ ورځو به دوام وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر قطب الدین رویدار نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې د استیناف غوښتنې بهیر پای ته رسېدلی او په ټاکل شوو قانوني درېیو ورځو کې په ۲۹ ولایتونو کې ۶۲۹۲ شکایتونه ثبت شوي.
د ده په وینا، کمېسیون حق لري چې د قانون له مخې په ۱۵ ورځو کې د ثبت شوو مواردو ارزونه بشپړه او په تړاو یې وروستۍ پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۶۵۰۰ شکایتونو له ډلې شاوخوا ۱۰ زره کشایتون رد کړل، چې تر هغه وروسته د استیناف غوښتنې لړۍ پیل او پرون پای ته ورسېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA