ads

ارزګان د ټولو ولايتونو په پرتله د مالياتو په راغونډولو کې لومړی مقام خپل کړی

د ارزګان د مالياتي اوونۍ په لمانځ غونډه کې د دغه ولایت والي او د مستوفيت رياست مسولينو خبر ورکړی، چې د مالياتو د غونډولو په برخه کې د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې ارزګان لومړی مقام خپل کړی دی. د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 سلواغه 1398
ارزګان د ټولو ولايتونو په پرتله د مالياتو په راغونډولو کې لومړی مقام خپل کړی

د ارزګان د مالياتي اوونۍ په لمانځ غونډه کې د دغه ولایت والي او د مستوفيت رياست مسولينو خبر ورکړی، چې د مالياتو د غونډولو په برخه کې د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې ارزګان لومړی مقام خپل کړی دی.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې هم دولت ته د مالياتو د ورکړې په برخه کې په ښه ډول مسوليت ترسره کړي.
په ورته مهال په دغه ولايت کې مدني فعالان بیا له حکومت څخه ګيلمن دي، چې د خلکو لپاره يې په سمه توګه خدمتونه نه دي وړاندې کړي.
مدني فعالان په نا امنو سیمو کې د عملياتو د ترسره کېدو ترڅنګ د خصوصي سکټور پياوړي کولو او په يو شمېر نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
د مالياتو اونۍ د لمانځغونډې يوشمېر نورو برخوالو هم د مالياتو پر ورکړه ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې خپل ماليات پر وخت دولت ته ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA