ads

په ۱۴۰۰ کال کې د پکتیکا په نا امنه ولسوالیو کې پراختیايي پروژې پلې کېږې

د ۱۴۰۰ کال د پراختیايي پلان جوړولو یو ورځنی ورکشاپ د اقتصاد ریاست او(یو این ډي پي) موسیسې له لوري د پکتیکا ولایت د ټولو ریسانو لپاره پیل شوی و. د یو این ډي پي موسیسې ولایتي مسول ادم خان حقمل وايي، له اقتصاد ریاست سره په ګډه هر کال د راتلونکو کلونو پراختیايي پلانونه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 مرغومی 1398
په ۱۴۰۰ کال کې د پکتیکا په نا امنه ولسوالیو کې پراختیايي پروژې پلې کېږې

د ۱۴۰۰ کال د پراختیايي پلان جوړولو یو ورځنی ورکشاپ د اقتصاد ریاست او(یو این ډي پي) موسیسې له لوري د پکتیکا ولایت د ټولو ریسانو لپاره پیل شوی و.
د یو این ډي پي موسیسې ولایتي مسول ادم خان حقمل وايي، له اقتصاد ریاست سره په ګډه هر کال د راتلونکو کلونو پراختیايي پلانونه او لومړیتونه په نښه کېږې.
هغه څرګندوي، چې د پکتیکا ولایت د ټولو ریسانو په شتون کې يې د ۱۴۰۰ کال لپاره پراختیايي پروژې پلان کړې او په خبره يي په پلي کیدو سره به يي د ولسوالیو خلکو ته ډېري اسانتیاوې رامنځته شي.
حقمل وايي، په پلان کې هغو ولسوالیو ته ځانګړی ځای ورکړل شوی، چې تر دې دمه ورته کار نه دی شوی او د نورو ولسوالیو په پرتله نا امنه وې.
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېرپادشاه ارګوني له کلید سره په خبرو کې وویل د ریاستونو په ګډون له ټولو ولسوالیو څخه د لومړیتوبونو غوښتنه شوې.
هغه څرګندوي ولسوالیو ته ګڼي پروژې په پلان کې نیول شوې چې په وینا يي په پلي کیدو سره به يي د ولسوالیو بڼه بدله او خلکو ته به ډيري اسانتیاوې برابري کړي.
پر همدي مهال د ډیلې خوشامند ولسوالۍ اوسیدونکی محمد هاشم وايي په تېرو اتلس کلونو کې یادي ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي د دوی په ولسوالۍ کې د بیارغووني په ګډون هیڅ داسي کار نه دی شوی چې عامو خلکو ته يي ګټه رسیدلې وي.
یاده دي وي چې په پکتیکا کې د ۱۳۹۹ کال پراختیايي پلان لا له وړاندي جوړ شوی ، خو نیوکه دا ده چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولایت کې ډيری داسي ولسوالۍ هم شته چې د بیارغووني هیڅ یوه پروژه پکي نه ده پلې شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA