د کندهار امنیه قومنداني مسولین د کشفي راپورونو پر اساس په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوو وسله والو د نیولو خبر ورکوي.
د کندهار د امنیه قومنداني ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، چې د امنیه قومندانۍ له تروریزم سره د مبارزې پولیسو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د وسلوالو اووه کسیزه ډله ونیوله.
د بارکزي په خبره، یادو کسانو په ښار کې حکومتي کار کوونکي او پولیس په هدفي بریدونو کې وژلي او په یو شمېر وسلوالو بریدونو کي یې هم لاس درلود.
د نوموړي په خبره، له نیول شوو کسانو سره یو شمېر وسلې هم نیول شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.