ads

په کابل کې ناپېژندو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي په بې رحمۍ وژلي

ناپېژنده وسله والو پرون ماښام ناوخته د کابل د اوومې حوزې په مربوطاتوکې د حامد کور ته دننه شول او د نوموړي د ښځې په ګډون یې، دوه لوڼې او يو ماشوم زوی يې د تېشې په ګوزارونو په بې رحمۍ سره ووژل. حامد د ترانسپورټ وزارت ملکي کارکوونکی دی او د پېښې پر وخت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 مرغومی 1398
په کابل کې ناپېژندو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي په بې رحمۍ وژلي

ناپېژنده وسله والو پرون ماښام ناوخته د کابل د اوومې حوزې په مربوطاتوکې د حامد کور ته دننه شول او د نوموړي د ښځې په ګډون یې، دوه لوڼې او يو ماشوم زوی يې د تېشې په ګوزارونو په بې رحمۍ سره ووژل.
حامد د ترانسپورټ وزارت ملکي کارکوونکی دی او د پېښې پر وخت په کور کې نه وو. ګاونډيان يې هم وايي، له پېښې نه دي خبر شوي.
د حامد يو ګاونډي عبدالله کليد ته وويل، چې پېښه خورا ډېره دردونکې ده او دوی په افغانستان کې دغه روان حالات له دې وروسته نه شي زغملی.
که څه هم د تېشو په بې رحمو ګوزارونو د حامد د کورنۍ د غړو وژل کېدل بېسارې پېښه ده؛ خو په کابل کې د جنايي پېښو روانه لړۍ په دې سره نه ختميږي.
د کابل اوسېدونکې ليلما اکبريار وايي، چې د افغانستان حکومت د قانون په پلي کېدو کې پاتې راغلی او له همدې کبله د افغانستان په مرکز کې داسې زړه بوږنوونکی ناورين رامنځته کېږي.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې همدا اوس هم د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزير مسعود اندرابي په مشرۍ په کابل کې د جنايي مجرمينو پر وړاندې پراخ عمليات روان دي.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت وايي، لسګونه کسان يې د جنايي جرمونو په تور نېولي دي؛ خو د مشرانوجرګې غړي اصف صديقي د دوشنبې په ورځ دغې جرګې ته وويل، چې دغه عمليات فسبوکي عمليات دي او د مجرمينو مخه نه شي نیولی.
په ورته وخت کې د نظامي چارو شنونکي امرالله امان هم له کليد سره په خبروکې وويل، چې د افغانستان په نظامي سکټور کې مسلکي کسان نه دي ګمارل شوي.
نوموړي پر جنايي جرمونو د تورنو کسانو د نېولو پر برخليک هم اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ، چې ډېری وخت پر مجرمينو قانون نه پلي کېږي.
موږ هڅه وکړه، چې په همدې تړاو د کورنيو چارو وزارت نظر هم واخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA