نن سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې د خوست ښار اړوند جرګو تالار مخې ته د سرک غاړې بم چاودنه شوې، چې له کبله يې درې کسان ژوبل شوي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کليد ته وويل، چې ټپیان درې واړه ملکي وګړي دي.
د حیدر په خبره، ژوبل شوي کسان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي او روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی.