امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د ښاري ګزمې دوه پوليس د غلچکي بريدګرو په مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.
د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، د بريد کوونکو د نيولو لپاره يې هڅۍ پیل کړې دي.
پېښه تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د غازي امان الله خان له څلور لارې سره رامنځته شوي ده.
عيني شاهدان وايي، دوه موټرسيکل سپورو لومړی د کلاشينکوف په واسطه پر يادو پوليسو ډزي وکړې، چې تر وژلو وروسته يې د هغوی وسلي هم له ځان سره وړې دي.
تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.