ads

د سولې په تړاو مبهم ټکي

د تاوتریخوالي کمول او هغه هم له امریکا سره د تړون لاسلیکولو په ورځو کې د دې ښکارندويي کوي، چې طالبان د اوربند لپاره چمتو نه دي؛ خو افغانان داسې يو څه د افغانستان په ګټه نه بولي او اندېښنه يې دا ده چې د جګړې ښکېل لوري خپلو ګټو ته ګوري او د افغانانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 مرغومی 1398
د سولې په تړاو مبهم ټکي
د طالبانو د قطر دفتر پلاوی

د تاوتریخوالي کمول او هغه هم له امریکا سره د تړون لاسلیکولو په ورځو کې د دې ښکارندويي کوي، چې طالبان د اوربند لپاره چمتو نه دي؛ خو افغانان داسې يو څه د افغانستان په ګټه نه بولي او اندېښنه يې دا ده چې د جګړې ښکېل لوري خپلو ګټو ته ګوري او د افغانانو غوښتنو ته غاړه نه ږدي.
که څه هم په افغانستان کې یو کم شمېر سیاستوال او خلک د دې لپاره چې سولې ته د رسېدو لار پرانستل شوې وي، د طالبانو د لنډې مودې د تاوتریخوالي کمولو طرحه بده نه ګڼي؛ خو په لویه کې ډېری افغانان، چې هره ورځ د جګړو له کبله د خپلو عزیزانو د ماتم په ټغرونو ناست وي، داسې طرحې د جګړې د دوام سبب بولي او دې ته اندېښمن دي چې لا هم د ښکېلو لوریو ترمنځ د سولې لپاره باورونه ټکني دي او د دې امکان شته چې که چېرته په اوږدمهال ډول هم د تاوتریخوالي پر کمولو سلا وشي، په يوې عادي پلمې جګړې زورورې کېدای شي چې ټول زیان يې ولس ته رسېږي.
ولس غواړي چې د سولې د خبرو د یقیني کېدو او په راتلونکې کې په رښتني ډول د هغه د ټېنګېدو لپاره اوربند یو لومړیتوب وګڼل شي. د ولس په باور که چېرته د لنډې مودې او یا هم اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالی پر کمېدو ټينګار کېږي، معنی يې دا ده چې جګړې به وي، وژني به وي او خلک به په کې درپه دره کېږي.
خو که چېرته اوربند ته مخه وشي او ښکېل لوري پر دې ټینګار وکړي، نو ولس به روحي ارامتيا ترلاسه کوي او په دې به يې باور پوخ شي چې د ښکېلو خواوو ترمنځ په افغانستان کې د سولې لپاره رښتنې اراده موجوده ده. د ولس په فکر اوربند نه یوازې دا چې خلکو ته د سولې په نسبت ډاډ ورکوي بلکې ښکېل لوري هم ډاډه کوي. ځکه په داسې يوه فضا کې دغه لوري د سولې لپاره مذاکرې په ښه ډول مخته وړلای شي او پر يو بل د بریدونو وېره له منځه ځي.
د تاوتریخوالي د کمولو موضوع وروسته له هغه ولس ته اندېښنې راولاړې او پسې زیاتې کړې چې په قطر کې یو طالب چارواکي له نړیوالو رسنیو سره په مرکه کې وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو ورځو کې عملي کېږي. د دې خبرې معنی داده چې تر هغه وروسته به تاوتریخوالي بیرته په شدت سره پیلېږي. ځکه د تېرو تجربو په اساس ښکېلې غاړې تل د خبرو اترو په دوران کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو او ځان قوي ښودلو لپاره د جګړې ډګرونه تاوده ساتي. دا چې د قطر تر تړون وروسته د بین الافغاني خبرو اترو وار رارسېږي د داسې يو څه احتمال نه شي ردېدیدلای.
د افغانانو هيله داده چې د جګړې ښکېل لوري د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د نافذیدلو پر سر د ځان په ګټه ناندرۍ جوړې نه کړي او یوازې د افغانستان او افغانانو ګټو ته په کتلو په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره هڅې باید وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA