ads

د افغانستان د سولې هوکړه د امريکا د نظامي هډې له کبله ځنډول شوې

طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوې نظامي هډې پاتې کېدل د امريکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دی. د طالبانو د وخت د حکومت د نهيې او منکر ادارې مشر مولوي قلم الدين له کليد سره په خبروکې ومنله، چې امريکا له طالبانو څخه د يوې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 مرغومی 1398
د افغانستان د سولې هوکړه د امريکا د نظامي هډې له کبله ځنډول شوې
قطر فتر سیاسي مرستیال

طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوې نظامي هډې پاتې کېدل د امريکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دی.
د طالبانو د وخت د حکومت د نهيې او منکر ادارې مشر مولوي قلم الدين له کليد سره په خبروکې ومنله، چې امريکا له طالبانو څخه د يوې نظامي هډې د پاتې کېدو غو ښتنه کړې؛ خو طالبانو له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
په همدې حال کې سياسي شنونکي او کارپوهان اندېښمن دي، چې د افغانستان حکومت بايد د سولې د روانو خبرو اترو پر وړاندې خپله عملي تګلاره روښانه کړي.
سياسي شنونکي محمد امين يوسف ځاځي کليد ته وويل، که حکومت خپله تګلاره روښانه نه کړي؛ نو دا وېره شته، چې په قطرکې د افغانستان د حکومت برخليک پر وړاندې د امريکا او طالبانو ترمنځ هرډول معاملې وشي.
د افغانستان حکومت تل ويلي، چې په قطرکې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې په دوی پورې اړه نه لري او حکومت به په بين الافغاني مذاکراتو کې پر خپل دريځ غور وکړي.
خو د سياسي او پوځي چارو شنونکي امرالله امان کليد ته وويل، حکومت په ورستيوکې د سولې د لوبې له اصلي قاعدې د باندې پاتې دی.
امريکا د افغانستان د حکومت يوازينی استراټيژيک ملګری دی؛ خو د کارپوهانو په وينا، حکومت نه دی توانېدلی، چې د سولې په برخه کې امريکا پر خپلو ګټو قانع کړي.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت ويانده ناجيه انوري د همدې اندېښنو په ځواب کې ټينګار کوي، چې اوربند د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د دوی لومړنی شرط دی.
د افغانستان حکومت په داسې مهال پر اوربند ټينګار کوي، چې د ناټو ملکي استازي او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له خلیلزاد سره کتلي او په افغانستان کې يې د تاوتريخوالي کمېدل مهمه او پرځای پرېکړه ګڼلې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA