ads

په ۲۰۱۹ م کال کې د خبریالانو پر وړاندې ډېر تاوتریخوالی په جنوب ختیځ زون کې شوی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسولینو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دکلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، چې افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې زیات کېږي. د یادې کمېټې مسولینو چې نن یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په افغانستان کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 مرغومی 1398
په ۲۰۱۹ م کال کې د خبریالانو پر وړاندې ډېر تاوتریخوالی په جنوب ختیځ زون کې شوی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسولینو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دکلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، چې افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې زیات کېږي.
د یادې کمېټې مسولینو چې نن یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په افغانستان کې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله پکې کموالی راغلی دی.
خو په جنوب ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول سیف الله حیات وایي، د تېر په څېر بیا هم جنوب ختیځ هغه زون دی، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پکې زیات شوی دی.
هغه وایي، په دې زون کې په تېر میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ قضیې ثبت شوې، چې پکې مرګ ژوبله، وهل ټکول او تښتونې شاملې دي.
د نوموړي په خبره، په خوست کې ۱۲، په پکتیا کې ۲، په لوګرکې ۴ او په پکتیکا کې هم د خبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ۱۲ پیښې ثبت شوې دي.
په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون خبریال منیر بهار وایي، د دې لپاره چې د خبریالانو پر وړاندې د حکومتي مسولینو له لوري ترسره کیدونکی تاوتریخوالی راکم شي، نو نړیوال ژورنالستیک بنسټونه دې د حکومتي مسولینو لپاره د ژورنالیزم اړوند ورکشاپونه او پروګرامونه دایر کړي، څو په دې برخه کې شته ستونزې راکمې شي.
په ورته مهال په جنوب ختیځ زون کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل هم تر ډېره پړه پر حکومتي مسولینو ور اچوي، چې ګني خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي.
هغه وايي، دا ستونزه هغه وخت ډېره راپورته کېږي، چې خبریالان پر تولیدي او تحقیقي راپورونو کار کوي، خو دولتي چارواکي ترې په یوه او بله بهانه ځانونه تېر باسي.
د خبریالانو په وینا معلوماتو ته نه لاسرسی، د زورواکو له خوا ګواښونه او د ځينې وخت د دولتي چارواکو له لوري دوی ته سپکې سپورې ویل، هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي او له مسولینو یې د حل غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA