ads

په هلمند کې د مړخېړیو کرنې ښه پایله ورکړې

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د برنامو د همږغۍ مسول سید رفیع الله قلم کلید ته وویل، چې په دغه ولایت کې د مړخېړیو کرنې تر دامهاله ښه پایله ورکړې ده. د ده په خبره، مړخېړیو په اروپایې هېوادونو کې تود بازار لري، نو له دې کبله دوی هم په هلمند کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 مرغومی 1398
په هلمند کې د مړخېړیو کرنې ښه پایله ورکړې

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د برنامو د همږغۍ مسول سید رفیع الله قلم کلید ته وویل، چې په دغه ولایت کې د مړخېړیو کرنې تر دامهاله ښه پایله ورکړې ده.
د ده په خبره، مړخېړیو په اروپایې هېوادونو کې تود بازار لري، نو له دې کبله دوی هم په هلمند کې په لومړي ځل د مړخېړیو کر ته مخه کړې او کروندګر به یې هم کرلو ته وهڅول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې اداره هڅه کوي، څو یاد نبات ترویج کړي او بزګرو ته یې په تړاو عامه پوهای ورکړي.
باید وویل شي، چې اوسمهال د هلمند ۸۰ فیصده اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA