د افغانستان دفاع وزارت خبر ورکوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو یوه خطرناکه ډله نیولې، چې غوښتل یې پاکستانه ته نشه یي توکي قاچاق کړي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کسان تېره شپه د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
د اعلامیې له مخې، په ترسره شوو عملیاتو کې یوه اندازه نشه یي توکي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې پر داسې مهال ډېرېږي، چې اوس هم افغانستان په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی.