ads

په ارزګان کې د خزان په نوم د فوټبال ۱۷ ورځنۍ لوبې پایته ورسېدي

د خزان په نوم د فوټبال دغه ۱۷ ورځنۍ سیالۍ تېره ورځ ناوخته د لېوال لوبډلې په بریا پایته ورسېدې. د دغه ولایت د فوټبال فدارسیون مشر میرزامحمد امیرزي د یادو لوبو د پایلوبې د مراسیمو پرمهال وویل، چې په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو برخه اخیستي وه، چې لومړي مقام، لېوال لوبډلې، دویم اریانا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 مرغومی 1398
په ارزګان کې د خزان په نوم د فوټبال ۱۷ ورځنۍ لوبې پایته ورسېدي

د خزان په نوم د فوټبال دغه ۱۷ ورځنۍ سیالۍ تېره ورځ ناوخته د لېوال لوبډلې په بریا پایته ورسېدې.
د دغه ولایت د فوټبال فدارسیون مشر میرزامحمد امیرزي د یادو لوبو د پایلوبې د مراسیمو پرمهال وویل، چې په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو برخه اخیستي وه، چې لومړي مقام، لېوال لوبډلې، دویم اریانا او درېیم مقام ښاروالي لوبډلې خپل کړل.
دوی وايي، د یادو لوبو هدف یې د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
یو شمېر هغه لوبغاړي چې په یادو لوبو کې یې برخه اخیستي وه، خوشحال وو.
خو له دولت او بډايه خلګو غوښتنه کوي، چې دغه ډول نورې سیالۍ هم پیل کړي.
داپه داسي حال کې ده، چې تردې وړاندې هم په دغه ولايت کې لوبغاړو له حکومت او ملي سوداګرو څخه د پاملرنې غوښتنې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA