د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون په رسمي ډول د کورنیو چارو وزارت نوی امنیتي معین عبدالصبور قانع د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژند.
حمدالله محب د نوي معین د معرفي په غونډه کې د کورنیو چارو په وزارت کې له فساد سره مبارزه، د لګښتونو کمښت او د دښمن له کنټرول څخه د یو شمېر ولسوالیو د بیرته نیولو او تصفیې په برخه کې د یاد وزارت نوي اصلاحات او لاسته راوړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د امنیتي ځواکونو پر لاډېرو هڅو ټینګار وکړ.
نوموړي پولیسو ته لارښوونه وکړه، چې پولیس باید د خلکو خدمت، د قانون پلي کېدو، د جنایي جرمونو مخنیوي او له نشه یي توکو سره مبارزې ته جدي پام وکړي.
محب د غونډې په وروستۍ برخه کې د پخواني امنیتي معین خوشحال سادات د کارونو ستاینه وکړه او نوي معین ته یې په کارونو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.