په قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي مرستیال ملابرادر د امریکا له پي بي اس ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا دې له افغانستان څخه ووځي او افغانان خپلې ستونزو پخپله حلولی شي.
ده امریکا د افغانستان د اوسنیو بدبختیو مسوله وبلله او زیاته یې کړه، چې که امریکا په افغانستان کې نظامي لاسووهنه نه وای کړې، دومره مرګ ژوبله، بدبختي او وژنې به نه رامنځته کېدل.
ملا برادر د خپلې مرکې پر دوام ویلي، د امریکا تر وتلو وروسته به افغانان په دې وتوانېږي چې شته ستونزې په خپله حل کړي.
نوموړي د ښځو د حقونو په اړه ویلي، په اسلام کې ښځې خپل حقونه لري او دوی د شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت په وخت کې ښځو د تعلیم او کار حق نه درلود، خو دا ډله اوس د مېرمنو یو شمېر حقونو ته ځان ژمن بولي.