ads

د ډایکنډي ولایت دوه اوسېدونکي د واورې په برف کوچونو کې وژل شوي

د ډایکنډي ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسولین وایي، په تېرو دوو ورځو او شپو کې شپږ برف کوچونه د دغه ولایت په ولسوالیو کې راغلي، چې په ترڅ کې یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یاد ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس اسدالله سروري کلید […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 مرغومی 1398
د ډایکنډي ولایت دوه اوسېدونکي د واورې په برف کوچونو کې وژل شوي

د ډایکنډي ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسولین وایي، په تېرو دوو ورځو او شپو کې شپږ برف کوچونه د دغه ولایت په ولسوالیو کې راغلي، چې په ترڅ کې یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس اسدالله سروري کلید ته وویل، سږ کال په ډایکنډي ولایت کې د درنو واورو ورېدو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
دی زیاتوي، چې تېره شپه دوه ځوانان د میرامور په ولسوالۍ کې د برف کوچ له کبله وژل شوي دي.
د سروري په خبره، اوس هم د سنګ تخت، بندر او پاتو ولسوالیو لارې د درنو واورو له کبله تړلې پاتې دي.
ډایکنډي د افغانستان هغه ولایت دی، چې په اورښتونو کې یې د تګ راتګ لارې تړل کېږي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA