slideshow

۲۹ مرغومی ۱۳۹۸
لیکونکی: حضرت محمد روحاني

د هلمند د ښوراب په پوځي اډه کې د ۹۱ سرتیرو مسلکي روزنه پیل شوه

د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند نواب شاه ځدران کلید ته وویل، چې د یادې قول اردو په ښوراب پوځي اډې کې د ملي اردو له ښوونیز مرکز څخه د سرتیرو او بریدملانو د پوځي زده کړو یو بل بهیر پيل شو، چې په دغه بهیر کې ۹۱ سرتیرو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي.
دی وایې، چې د دغه بهیر هدف د یو شمېر سرتیرو د تحصیلي زده کړو د کچې لوړول دي.
ځدران وویل، په یاد کورس کې ۳۷ تنه هغه سرتیري زده کړې کوي، چې له سربازیۍ څخه بریدملۍ رتبې ته ارتقاع کوي او ۵۴ بریدملان د ټیم مشرۍ، ډلګۍ مشرۍ او بلوک مشرۍ په بېلابېلو برخو کې پوځي زده کړې کوي.
د نوموړي په خبره، ددې کورس په جوړېدو سره د منسوبینو لپاره ګڼ داسې پلانونه شته، چې دوی به په پوځي مهارتونو سمبالېږي.
دیادولوو وړ ده، چې دامهال د ښوراب په ښوونیز مرکز کې لسګونه منسوبین په نظامي زده کړو بوخت دي او درې ورځې وړاندې له دې قول اردو څخه د هلمند او نیمروز ولایتونو په لسګونه سرتیري له درېیو ماشتنیو زدکړو وروسته فارغ شول.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *