ads

په سوریه کې د روسیې په هوایي بریدونو کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوریې په حلب، ادلب او یو شمېر نورو ښارونو کې د دغه هېواد په هوایي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۴ نور تپیان دي. د سرچینې په خبره، وژل شوي کسان ټول وسله وال مخالفین دي. په سوریه کې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 مرغومی 1398
په سوریه کې د روسیې په هوایي بریدونو کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوریې په حلب، ادلب او یو شمېر نورو ښارونو کې د دغه هېواد په هوایي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۴ نور تپیان دي.
د سرچینې په خبره، وژل شوي کسان ټول وسله وال مخالفین دي.
په سوریه کې د روسیې د یو بنسټ رییس بیا ویلي، چې د جنوري له ۱۴مې راپدېخوا په سوریه کې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.
د سوریې په نهه کلنه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول او میلیونونه نور بیا د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو لاهم د دغه هېواد کورنۍ جګړه دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA