ads

په خوست کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

د خوست امنیتي چارواکي د بې پیلوټ الوتکې به برید کې د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال له یوې سیمې بلې ته د تګ په حال کې وو، چې د بې پیلوټه الوتکې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 مرغومی 1398
په خوست کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې وسله وال طالبان ووژل شول

د خوست امنیتي چارواکي د بې پیلوټ الوتکې به برید کې د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال له یوې سیمې بلې ته د تګ په حال کې وو، چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شول.
د خبرپاڼې له مخې وژل شوي درې واړه وسله وال طالبان دي.
وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA