ads

په هلمند کي د افغان ځواکونو ګڼ زغروال ټانګونه او زرګونه میله وسلې ورکې شوې

څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د افغانستان د څېړنیز مرکز پیک په حواله راپور ورکړ، چي په تېرو ۱۸ کلونو کې د هلمند د پولیسو سلګونه زره میله وسلې او هاموي ټانګونه ورک شوي دي. د هلمند د استناف څارنوال قاري رحیم الله وايي، هلمند ته څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو له وزارت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 مرغومی 1398
په هلمند کي د افغان ځواکونو ګڼ زغروال ټانګونه او زرګونه میله وسلې ورکې شوې

څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د افغانستان د څېړنیز مرکز پیک په حواله راپور ورکړ، چي په تېرو ۱۸ کلونو کې د هلمند د پولیسو سلګونه زره میله وسلې او هاموي ټانګونه ورک شوي دي.
د هلمند د استناف څارنوال قاري رحیم الله وايي، هلمند ته څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو له وزارت څخه یوه پلاوی راغلی و، چي غوښتل يي د تېرو نېږدي دوو لسیزو د لګښتونو او استهلاک شو توکو په اړه ارزونه وکړي.
هغه ومندله، چې د زرګونه میله وسلو او سلګونو هاموي ټانګونو اسناد نشته، خو له مرکز څخه هلمند ته راغلي وسلې او هاموي ټانګونه ورکړل شوي دي.
د پولیسو دغه ورک شوي وسایل او وسلې ټولې د امریکا له هغو مرستو څخه دي، چي له افغان وسله والو پوځ سره يې د روزنې اوتجهیز په برخه کي کړې دي.
دغو ۱۰۵۰۴ څلورمیله درنو او سپکو وسلو کې ډېر یې په ولسوالیو کې ورکې شوې دي.
خو د دغې مسلې په تړوا د هلمند اوسنی امنیه قومندان سمونمل حسام الدین هلمندی وايي، ورکې وسلې او هاموي ټانګونه تر ډېره د ولسوالیو د سقوط پرمهال طالبانو ته پاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې افغان ځواکونو ته د ټولو چارو تر سپارل کېدو رووسته جګړې زور واخیست او پر مهال یې ګڼې سیمې او ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلې.
د هلمند د مدني ټولنې مشر اختر محمد بادیزی وايي، دوی اسناد لري چي دغه وسلې تر ډېره تخریب او یا ورکې شوې نه دي، بلکې د افغان ځواکونو د یوشمېر قومندانانو لخوا په عمدي ډول په بازار کي پلورل شوي دې.
باید وویل شې چې هلمند ولایت له تېرو نېږدي ۱۵ کلونو راهیسي د جګړي تود ډګر پاته شوی، چې له هرې خوا پکي د افغان ځواکونو هاموي ټانګونه، رنجر موټرونه او نور لوړ بیه توکي پکې تخریب شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA