ads

په خوست کې د قلموال مېنې په نوم ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد ښوونځي د پرانیستې پرمهال خوست والي حليم فدايي وويل، چې دغه ښوونځی ۱۲ درسي خونې لري او د رغونې چارې يې د یوکال په موده کې بشپړې شوې. د نوموړي په وینا، یاد ښوونځی په لس جريبه ځمکه کې د ۶۰۰ زره یورو په لګښت د جرمني هېواد په مالي ملاتړ ورغول شو. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 مرغومی 1398
په خوست کې د قلموال مېنې په نوم ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد ښوونځي د پرانیستې پرمهال خوست والي حليم فدايي وويل، چې دغه ښوونځی ۱۲ درسي خونې لري او د رغونې چارې يې د یوکال په موده کې بشپړې شوې.
د نوموړي په وینا، یاد ښوونځی په لس جريبه ځمکه کې د ۶۰۰ زره یورو په لګښت د جرمني هېواد په مالي ملاتړ ورغول شو.
په دغه ښوونځي کې د لوبو د میدانونو او تفریح ځایونو ترڅنګ منظم کمپیوټر لېب، کتابتون، لابراتوار، د برېښنا او اوبو سهولتونه هم شتون لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا په قلموال مېنه کې د ښوونځي لپاره ودانۍ شتون نه درلود، چې زده کوونکي به يې ډېری وخت د باد او باران له کبله له ستونزو سره مخ وو او ځينې وخت به پرته د رسمي وخت له پوره کېدو رخصتېدل، خو په وینا يې د دې نوې ودانۍ په جوړېدو سره شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو.
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، اوس هم په یاد ولایت کې په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري، خو زیاتوي چې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د رغونې چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به يې شته ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA