ads

افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د لوبې ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام لوبو کې له سویلي افریقا سره مخ کېږي. په پام کې ده، چې یادې لوبې په نړیوالو سپورتي چینلونو هم وښودلې شي. د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکي رییس احمدزي وویل، چې لوبډله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 مرغومی 1398
افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د لوبې ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام لوبو کې له سویلي افریقا سره مخ کېږي.
په پام کې ده، چې یادې لوبې په نړیوالو سپورتي چینلونو هم وښودلې شي.
د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکي رییس احمدزي وویل، چې لوبډله یې د لوبو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
بلخوا، د لوبډلې کپتان فرهان زاخېل هم دغو سیالیو ته د لوبډلې د بشپړ چمتوالی خبر ورکړی دی.
د یادولو وړ ده، چې دغه لوبې د نن ورځې په ۱۲ بجې پیلېږي.
په دغه نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او ټولټال به ۴۸ لوبې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA