د ننکرهار د ملي امنیت ریاست نن نیول شوي کسان د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دغه کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت ریاست له لوري په تېره یوه اونۍ کې په ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۲ انسان تښتونکي، شپږ وسله وال طالبان او یو داعش وسله وال نیولی دی.
د میاخېل په خبره، د ملي امنیت ریاست د حکمت الله په نوم هم یو کس نیولی، چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د افغانیو ترویجوونکي په نښه کړي.
میاخیل همدارنګه زیاته کړه، چې د ملي امنیت ځواکونو د جلات خان په نوم هغه کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی، چې څه موده وړاندې تښتول شوی و.
دی وایي، چې د دې پېښې په تور د دوو مېرمنو په ګډن شپږ تنه نیول شوي دي.
تراوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.