ads

په مزار شریف ښار کې دوو پرلپسې ماین چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلخ د مرکز مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې د سه شنبې په سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې دوې پرلپسې ماین چاودنې وشوې، چې ۱۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، په دغو ماین چاودنو کې دوه ماشومان وژل شوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
په مزار شریف ښار کې دوو پرلپسې ماین چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلخ د مرکز مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې د سه شنبې په سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې دوې پرلپسې ماین چاودنې وشوې، چې ۱۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، په دغو ماین چاودنو کې دوه ماشومان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون نهه نور ټپیان دي.
که څه هم ویل کېږي چې دا به د دولت د وسله والو مخالفینو کار وي، خو تر اوسه د دې چاودنې مسولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA