راپورونه وایي، چې د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ په پام کې لري، چې د پنټاګون ۷.۲ میلیارد ډالر له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړېدو ته ځانګړي کړي.
دغه دېوال امریکا ته د نشه یي توکو د قاچاق او غیرقانوني ګډوالو د مخنیوي په هدف جوړېږي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یو خبر کې ویلي، چې د امریکا حکومت به ۳.۵ میلیارد ډالر له دې پولې څخه امریکا ته د نشه یي توکو د لېږد مخنیوي او ۳.۷ میلیارد ډالر به له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړېدو ته ځانګړي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس د ډېرو مالي لګښتونو له کبله له مکسیکو سره پر پوله د دېوال له جوړېدو تېر شوی و.
د راپورونو له مخې، د یاد دېوال پر جوړېدو کابو ۱۲ میلیارد ډالر لګښت راځي.