ads

د پروېزمشرف د اعدام پرېکړه ناقانونه وبلل شوه

د پاکستان ستره محکمه وایي، هغه ځانګړې محکمه ناقانونه ده، چې پکې د پاکستان د پخواني جمهور رییس پروېز مشرف پر ضد د خيانت قضيه اورول شوې وه. پروېز مشرف هم د دې ځانګړې محکمې پر جوړېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه محکمه قانوني بڼه نه لري. سترې محکمې ويلي، یاده ځانگړې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
د پروېزمشرف د اعدام پرېکړه ناقانونه وبلل شوه

د پاکستان ستره محکمه وایي، هغه ځانګړې محکمه ناقانونه ده، چې پکې د پاکستان د پخواني جمهور رییس پروېز مشرف پر ضد د خيانت قضيه اورول شوې وه.
پروېز مشرف هم د دې ځانګړې محکمې پر جوړېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه محکمه قانوني بڼه نه لري.
سترې محکمې ويلي، یاده ځانگړې محکمه د قانون له مخې نه ده جوړه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۷مه د پروېز مشرف لپاره ځانګړې محکمې نوموړي ته د مرګ سزا واوروله.
خو اوس د لاهور د سترې محکمې په دې وروستۍ پرېکړه کې راغلي، چې د مشرف لپاره د ځانګړې محکمې په جوړولو کې قانوني غوښتنې نه وې پوره شوې.
محکمه وايي، په غياب کې د تورن کس محاکمه کول غيراسلامي او غيرقانوني دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA