ads

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د درېیو چاودنو مخه ونیول شوه

د بلخ سیمه ییزو چارواکو په یوه خبري ناسته کې په مزارشریف ښار کې د یو لړ بریدونو د مخنیوي خبر ورکړ. دغه چارواکي وایي، افغان ځواکونو د یادو چاودنو په تړاو د عبدالمتین په نوم یو کس نیولی، چې په مزارشریف ښار کې د وسله والو طالبانو د چاودنو او بریدونو مسول و. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د درېیو چاودنو مخه ونیول شوه

د بلخ سیمه ییزو چارواکو په یوه خبري ناسته کې په مزارشریف ښار کې د یو لړ بریدونو د مخنیوي خبر ورکړ.
دغه چارواکي وایي، افغان ځواکونو د یادو چاودنو په تړاو د عبدالمتین په نوم یو کس نیولی، چې په مزارشریف ښار کې د وسله والو طالبانو د چاودنو او بریدونو مسول و.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وایي، یاد کس تېره اونۍ په مزار شریف ښار کې هغه برید طرحه کړی و، چې پکې ۱۰ کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
د نوموړي په وینا نیول شوي کس اعتراف کړی، چې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې یې درې چاودنې طرحه کړې وې.
بلخوا، نیول شوی کس د مزار شریف ښار په لسمه ناحیه کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو جریان داسې بیانوي.
صدا
د بلخ امنیتي چارواکي څرګندوي، چې په یاد ښار کې یې نهه تنه نور له طالبانو سره د تړاو په تور نیولي دي.
ویل کېږي چې له نیول شوو کسانو څخه چاودېدونکي توکي، ډول ډول وسلې او نظامي جامې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA