ads

د افغانستان د سولې برخليک په بېلابېلو دلايلو له خنډ او ځنډ سره مخ شوی

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره هېله مندي ډېره شوې وه؛ خو اوس يوځل بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو برخليک په ناڅرګندو دلايلو له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی. د سولې په چاروکې د دولت وزارت وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
د افغانستان د سولې برخليک په بېلابېلو دلايلو له خنډ او ځنډ سره مخ شوی
د طالبانو د قطر دفتر پلاوی

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره هېله مندي ډېره شوې وه؛ خو اوس يوځل بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو برخليک په ناڅرګندو دلايلو له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو له ټول اړخونو باخبر دی؛ خو پرته له دې چې په دې اړه بشپړ جزييات په ډاګه کړي، وايي له دغو مذاکراتو څخه د اوربند تمه لري.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت وياندې ناجيې انوري له کليد سره په خبروکې ټيڼګار وکړ، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات بايد په افغانستان کې اوربند ته زمينه برابره کړي.
بل پلو طالبانو ته نېږدې سرچينې مني، چې په سيمه کې د ايران او امريکا ترمنځ تازه ناندریو د افغانستان د سولې بهیر ځنډولی دی.
د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا کليد ته وويل، د ايران او امريکا ترمنځ د رامنځته شوو ناندریو له کبله نړيوال هېوادونه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته زړه نه ښه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې په خپلو ورستيو څرګندونو کې په زغرده ويلي دي، چې د افغانستان د سولې لپاره د سيمې هېوادونو مثبت او مانا لرونکي هڅې شرط دي.
بل پلو اوربند او د تاوتريخوالي کمېدل د افغانستان د سولې د اختلاف مهم ټکي ګڼل کېږي، چې د کارپوهانو په وينا د جګړې ښکېل لوري له دغو دواړو نومونو د خپلو سياسي ګټو لپاره کار اخلي.
سياسي شنونکي فيض ځلاند له کليد سره په خبروکې باور څرګند کړ، چې د امريکا له لوري د اوربند غوښتنې د سولې هوکړه ځنډولې ده.
د يادونې وړ ده، چې په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپلو تازه څرګندونوکې ويلي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوې او د لاسليک کولو لپاره یې په تمه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA