ads

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې غړي څارنوالۍ ته معرفي کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مني چې دغه بنسټ په ډایکنډي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه غړي څارنوالۍ ته ور پېژندلي چې د ځینو محلونو پاکې رایې یې باطلې اعلان کړې وې. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارلانشاء رییس چمن شاه اعتمادي رسینو ته دا خبره کړې ده. دی زیاتوي چې تر استیناف […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې غړي څارنوالۍ ته معرفي کړل
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مني چې دغه بنسټ په ډایکنډي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه غړي څارنوالۍ ته ور پېژندلي چې د ځینو محلونو پاکې رایې یې باطلې اعلان کړې وې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارلانشاء رییس چمن شاه اعتمادي رسینو ته دا خبره کړې ده.
دی زیاتوي چې تر استیناف وروسته کېدایشي دغه پرېکړه بدلون وکړي.
بلخوا، د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات بیا رسنیو ته ویلي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دا پرېکړه قانوني بڼه نه لري.
د نوموړي په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نه شي کولی، چې پخپل سر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو په حق کې دا ډول پرېکړه وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۲۳ ورځې نور هم وخت لري، چې د شکایتونو د څېړنې پایلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري او تر دې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA