slideshow

۲۴ مرغومی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدخان بریال

د شکایتونو کمېسیون: د ۵۳۱۶ محلونو رایې به له سره وشمېرل شي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څرګندوي،چې په ټولو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو بهیر پای ته رسېدلی او د ارزول شوو شکایتونو په تړاو به د استیناف غوښتنې پیل شوی بهیر تر درېیو ورځو دوام وکړي.
د دغه کمېسیون رییسې زهرا بیان شینوارې د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ۱۶۵۰۰ ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۹۸۶۶ شکایتونه رد شوي، ۱۸ موارده اصلاحي پړاو ته تللي او د ۵۳۱۶ محلونو رایې به له سره وشمېرل شي.
نوموړې د ۱۰۹ محلونو د رایو د ابطال، د ۷۵ کسانو د نغدي جریمه کېدو او د ټاکنیزو سرغړونو له کبله د ټاکنو کمېسیون د ۷۱ کارمنددانو د لېرې کېدو خبر ورکړ.
د قانون له مخې، ټاکنیزې ډلې درې ورځې وخت لري، چې په دې اړه د استیناف غوښتنه وکړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *