ads

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له سریلانکا مخکې شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې يو ځل بيا له سريلانکا څخه مخکې شوه. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شل اوريزو لوبو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د سريلانکا لوبډله شاته کړې او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 مرغومی 1398
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له سریلانکا مخکې شوه
کرکټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې يو ځل بيا له سريلانکا څخه مخکې شوه.
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شل اوريزو لوبو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د سريلانکا لوبډله شاته کړې او په ۲۳۶ نومرو يې اووم ځای خپل کړی دی.
د سريلانکا لوبډله هم ۲۳۶ نومرې لري، خو دغه نومرې يې په ۲۹ سياليو کې اخيستې دي.
افغان لوبډلې بيا يادې نومرې په ۲۳ سياليو کې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټيسټ او يو ورځنيو سياليو کې په لسم مقام کې ده.
په شل اوريزو سياليو کې پاکستان په يو ورځنيو لوبو کې انګلستان او په ټيسټ سياليو کې هندوستان په لومړي مقام کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA