slideshow

۲۴ مرغومی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدخان بریال

حکمتیار: د امریکا له خوا طالبانو ته نوو شرطونو د سولې هوکړې لاسلیک ځنډولی

ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې تړون ډېر ژر لاسلیک شوی و، خو د امریکا له خوا دې ډلې ته د نوو شرطونو وړاندې کېدو د دواړو لورو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیک ځنډولی دی.
حکمتیار پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته دا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې امریکایانو له طالبانو غوښتنه کړې، څو له ایران سره اړیکې پرېکړي او په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو پاتې کېدل ومني.
ده یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.
د حزب اسلامي مشر له طالبانو غوښتي، چې د بهرنيانو تر څنګ له افغان لورو سره هم روغه جوړه وکړي.
حکمتیار پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا اوس په قطر کې د طالب استازو او امریکایي لوري تر منځ د روانو پټو خبرو جزیات لاهم نه دي په ډاګه شوي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *