slideshow

۲۴ مرغومی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدخان بریال

حمد الله محب د رایزانا په غونډه کې د ګډون په هدف هند ته ولاړ

د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یو پلاوي په مشرۍ د رایزانا په غونډه کې د ګډون لپاره د هند پایتخت ډهلي ته ولاړ.
ټاکل شوې، چې نوموړی په دې ناسته کې د افغانستان پر امنیت، سولې، سوداګرۍ او پر اقتصادي ځان بسیاینې خبرې وکړي.
د سرچینې په وینا، ښاغلی محب به د دې ناستې په څنډه کې د ایران، ازبکستان او استونیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.
دا ناسته هر کال، د نړیوالې ټولنې د بېلا بېلو سکټورونو د مشرانو په ګډون جوړېږي.
په دې ناسته کې د یو شمېر هېوادونو جمهور رییسان، لومړي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بېلابېلو برخو فعالان ګډون کوي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *