ads

په طبیعي پېښو سربېره پر خلکو د مافیا ګوزار

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د درنو واورو او بارانونو ورېدل ورځ تر بلې پراخېږي او ورسره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې زیاتېږي، خو اړوندې ادارې چې تر نورو کلونو ښه مالي امکانات هم په واک کې لري، لکه څنګه چې په کار دي، وار له مخه تدابیرو ته مخه نه ده […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 مرغومی 1398
په طبیعي پېښو سربېره پر خلکو د مافیا ګوزار

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د درنو واورو او بارانونو ورېدل ورځ تر بلې پراخېږي او ورسره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې زیاتېږي، خو اړوندې ادارې چې تر نورو کلونو ښه مالي امکانات هم په واک کې لري، لکه څنګه چې په کار دي، وار له مخه تدابیرو ته مخه نه ده کړې او دا اټکل کېږي چې د طبیعي پېښو له کبله به خلک زیات زیانمن شي.
د دولت په چارو کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې سږکال ملي او نړیوالو همکارانو يې نږدې د ۹۰۰ میلیونه افغانیو بودیجه ورکړې او دوی هم هڅه کوي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې يې ولګوي.
سږکال درنو واورو او بارانونو په ګڼ شمېر سیمو کې په داسې وخت خلک له ستونزو سره مخ کړي چې ویل کېږي اروپايي ټولنې دوې میاشتې مخکې له افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې ۷۷ میلیونو یورو ته ډېرې کړې.
په تېرو دوه درې ورځو کې درنو واورو د افغانستان په شمال، جنوب او جنوب ختيځ کې ګڼې لويې لارې بندې کړې دي او په ځینو لارو کې مسافر په وارو کې بند پاتې دي.
د سالنګونو لویه لار همدا تېره شپه د سختو واورو د ورېدو او شدیدو بادونو د لګېدو له کبله بنده شوې ده.
سربېره پر دې واورو د بامیان، زابل، بادغیس، غور، دایکندي، غزني، هرات، لوګر او کندهار لارې بندې کړې او د لومړنيو رپوټونو په اساس کابو ۴۰ تنه کسان په کندهار، هلمند او هرات کې د واورو او بارانونو د ورېدو له امله یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
د دولت په چارو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې د کابل- بامیان لویه لار د حاجي ګک په کوتل کې، د دایکندي- بامیان لاره د شاتو او قوناق په کوتل کې، د وردک – بامیان لار د بند شوی په سیمه کې او د بامیان – غور لاره د کرمان په کوتل کې بندې دي.
که څه هم اړوندو ادارو د ځینو لارو د پاکولو هڅې پيل کړې خو د دولت وسله وال مخالفان ورته دا اجازه نه ورکوي.
که چېرته وضعیت په همدې ډول جاري وي او پخپل وخت د لارو د پاکولو تدبیر ونه نیول شي او په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره نه شي، ممکنه ده چې ستونزې لا نورې زیاتې شي، ځکه د واورو او بارانونو د لا ورېدو اټکلونه شته.
د هوا پيژندنې ادارې همدا وړمه ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان کابو په ګڼو سیمو کې حتی په هغو ځایونو کې چې تر دې مخکې هیڅ واوره ورېدلې نه ده، واوره وشي او سیلابونه به راووځي.
د لارې بندېدل او د واورو او بارانونو له کبله خلکو ته زیان رسېدل یوازنۍ ستونزه نه ده، هر کال د ژمي او په تېره د واورو له ورېدو سره د تېلو او ګازو قیمتونه په سرسام آوره ډول لوړېږي. دا دی دا ژمی هم خلک له دې ستونزې سرټکوي، تر هغه مخکې چې واوره وورېږي د یو کیلو ګازو قیمت ۵۰ او ۵۵ افغانۍ و، خو اوس دا قیمت یوازې د پایتخت کابل په کچه په ځینو سیمو کې ۸۵ او په ځینو کې سلو افغانیو ته ختلی دی. دا په داسې حال کې چې د برېښنا وضعیت هم سم نه دی او خلک په منظم ډول له برېښنا څخه برخمن نه دي. چې دا مساله هم په خپل ځای د ګازو او تيلو د قیمتونو پر لوړوالي نېغ په نېغه اغېزه کوي.
په داسې يو حالت کې په کار ده چې حکومت او په تېره اړوندې ادارې خلکو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره په واقعي ډول د خدمت جوګه وګرځي او پرېنږدي چې د طبیعي پېښو ترڅنګ د تيلو او ګازو مافیا د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA