ads

د پکتیکا د ډېری ولسوالیو لويې لارې د واورې اورښت له کبله تړل شوې

د پکتیکا زیړوک او ګومل ولسوالیو اوسېدونکو داودجان او ثناوالله له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو درې ورځو راهیسې په پرلپسې توګه د واورې اورښت دوام لري او په خبره يې ټول خلک د لویو لارو د تړل کېدو له کبله بند پاتي دي. هغوی څرګندوي، چې د لارو تړل کېدو خلکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 مرغومی 1398
د پکتیکا د ډېری ولسوالیو لويې لارې د واورې اورښت له کبله تړل شوې

د پکتیکا زیړوک او ګومل ولسوالیو اوسېدونکو داودجان او ثناوالله له کلید سره په خبرو کې وویل، له تېرو درې ورځو راهیسې په پرلپسې توګه د واورې اورښت دوام لري او په خبره يې ټول خلک د لویو لارو د تړل کېدو له کبله بند پاتي دي.
هغوی څرګندوي، چې د لارو تړل کېدو خلکو ته ډېري ستونزې را ولاړې کړې، خلک ناروغان تر روغتون پوري نه شي رسولی او د نورو اړتیاوو د حل په هدف له یو ځایه بل ځای ته تګ راتګ ناشونی دی.
د پکتیکا يحيی خېل ولسوالۍ قومي مشر ملک ګل خان وايي، له تېرو لسو ورځو راهیسي دلته واوره کېږې؛ خو لويي لارې هر وخت د واورې له اورښت وروسته تړلې وي.
هغه څرګندوي، چې ځايي خلکو خپله دې ته ملا تړلې، چې ځيني برخې يې پاکې کړې، خو د ټولې لارې پاکولو امکانات د کلیوالو خلکو په وس پوره نه دي.
بل لور د پکتیکا ولایت د سرکونو د ساتنې او څارنې رییس انجنیرمدیر احمدزي کلید ته وویل، کومې لارې چې د واورې پاکولو په هدف شرکت ته ورکړل شوې، ټولې يې پاکي شوې دې.
هغه وايي، په یو کم شمېر کې داسې ځایونه شته چې هلته رسېدنه ناوخته شوې، خو په وینا يې د پکتیکا له هېڅ یوې ولسوالۍ سره د مرکز لار د واورو له امله نه ده تړل شوې.
یاده دي وي، چې پکتیکا پراخه اراضي لري او ډيری ولسوالۍ يي له مرکز څخه په خورا لري واټن کې پرتې دي چې په تېر کې يي هم خلکو له لویو لارو څخه د واوري نه پاکولو په اړه شکایتونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA