ads

د پکتیا له زندان څخه اووه بندیان تښتېدلي

د پکتیا امنیتي چارواکي د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د اوو بندیانو د تښتېدلو خبر ورکوي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت کلید ته وویل، چې دغو کسانو پرون شپه له اوو بجو او ۳۰ دقیقو بیا تر نهو بجو له زندان څخه تېښته کړې، چې په تړاو یې د امنیتي ځواکونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 مرغومی 1398
د پکتیا له زندان څخه اووه بندیان تښتېدلي

د پکتیا امنیتي چارواکي د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د اوو بندیانو د تښتېدلو خبر ورکوي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت کلید ته وویل، چې دغو کسانو پرون شپه له اوو بجو او ۳۰ دقیقو بیا تر نهو بجو له زندان څخه تېښته کړې، چې په تړاو یې د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.
ده زیاته کړه، په تښتېدلو کسانو کې درې تنه له طالبانو سره د تړاو، دوه تنه د قتل او دوه نور بیا د فرېبکارۍ په تور مجرم پېژندل شوي وو.
حسرت وایي، د تښتېدلو کسانو په اړه د څېړنیو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی، چې ډېر ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.
له زندانونو څخه د بندیانو د تښتېدلو پېښه څه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA