ads

د ننګرهار امنیتي چارواکي د ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو د نیولو خبر ورکوي

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې عملیات ترسره کړل، چې پر مهال یې په یو سوزکي موټر کې ۲۰۰ کیلو ګرامه خام چرس او ۱۵ لېټره تېزاب ونیول شول. هغه زیاته کړه، د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 مرغومی 1398
د ننګرهار امنیتي چارواکي د ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو د نیولو خبر ورکوي

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې عملیات ترسره کړل، چې پر مهال یې په یو سوزکي موټر کې ۲۰۰ کیلو ګرامه خام چرس او ۱۵ لېټره تېزاب ونیول شول.
هغه زیاته کړه، د یادو نشه یي توکو په تور یو تن نیول شوی، چې اوسمهال د پولیسو تر څېړنو لاندې دی.
یاد نشه یي توکي داسې مهال نیول کیږي، چې ننګرهار میشتي په ښار او ولسوالیو کې په ښکاره د نشه یي توکي له پلور څخه شکایت کوي او د دې پدیدې په مخنیوي کې امنیتي ځواکونه پاتې بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA