په نيشه يي توکو روږدی عبدالواسع وايي، د دوی پر بېوسۍ د هوا مرغان ژړا کوي؛ خو په افغانستان کې يې هېڅوک غږ نه اوري.
د پل سوخته تر پله لاندې په معتادينوکې د ډاکټر نجيب د وخت له پوځيانو را نېولې داسې ډېر پوځيان او کدرونه په نيشه يي توکو روږدي شوي دي، چې اوس يې ټول شهرت د معتاد ترکچې منفور او بې ارزښت شوی دی.
اسدلله، چې ځان د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکتر نجیب د وخت پوځي ډګروال معرفي کوي، کليد ته وويل، اوس يوازې د خپل ځان او ملګرو د ژوندي پاتې کېدو په اړه فکر کوي.
په نيشه يي توکو روږدي افغانان له حکومت څخه دا ګيلې هم لري، چې ولې يې درملنه نه کوي.
دوی وايي، لېواله دي، چې درملنه يې وشي او له دغو زورونکو حالاتو څخه وژغورل شي؛ خو په وينايې، حکومت هېڅ داسې واضح تګلاره نه لري، چې پر بنسټ يې د دوی ژوند وژغورل شي.
معتادين خپل د ژوند تراژيدي په غمجنه ژبه بيانوي او وايي، هره شپه يو دوه ملګري يې د يخنۍ له کبله مري؛ خو هېڅوک يې د ژغورلو لپاره هڅه نه کوي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم وايي، چې سږکال په ژمي کې څلوېښت تنه معتادين په بېلابېلو ولايتونو کې مړه شوي دي.
د نيشه يي توکو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د ملي پاليسۍ مرستيال ډاکتر شکور حيدري له کليد سره په خبروکې د معتادينو هغه اندېښنې هم پرځای وګڼلې، چې درملنې يې نه کېږي.
نوموړي وويل، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دومره ظرفيت نه لري، چې ټولو معتادينو ته د درملنې زمينه برابره کړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس په ټول افغانستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه معتادين ژوند کوي، چې يو سلو اويا زره يې ښځينه او دېرش زره نور يې ماشومان دي.
که څه هم په نيشه يي توکو د روږدو افغانانو ډېر شمېر په ايران کې معتاد شوي دي؛ خو نيشه يي توکو ته اسانه لاسرسی او د ترياکو کر او کښت په افغانستان کې د معتادينو د زياتوالي عمده لاملونه ګڼل کيږي.


