ads

په هرات کې د واورې اورېدو په پایله کې اته کسان ووژل شول

د هرات سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې لومړۍ واورې د اتو کسانو ژوند واخیست. د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، په انجیل او ادرسکن ولسوالیو کې د واورې اورېدو په پایله کې کورونه نړېدلي، چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي دي. نوموړی […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 مرغومی 1398
په هرات کې د واورې اورېدو په پایله کې اته کسان ووژل شول

د هرات سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې لومړۍ واورې د اتو کسانو ژوند واخیست.
د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، په انجیل او ادرسکن ولسوالیو کې د واورې اورېدو په پایله کې کورونه نړېدلي، چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د هرات ـ اسلام قلعه، هرات ـ تورغنډۍ او د یاد ولایت د ولسوالیو لارې هم د سختې واورې اورېدو له کبله تړل شوې دي.
دی زیاتوي، چې مرسته کوونکي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له زیان منو شوو کورینو سره د مرستو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
په هرات کې واوره اورېدنه له تېرې شپې راهیسې پیل شوې او د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د همدې اونۍ تر پایه وورېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA