ads

په خوست کې د بېټریو د نوې جوړې شوې فابریکې پر وړاندې خنډونه څه دي؟

د بټریو جوړولو یادې کارخونې د خوست په ګزبزو ولسوالۍ کې له تېر یو کال راهیسې فعالیت پیل کړی دی. د دې فابریکې مسولین یې وایي، له تېرې څه مودې راهیسې یې ۲ زره بټرۍ بازارته وړاندې کړې، خو په وینایې اوس مهال په دې هڅه کې دي، چې څه ډول خپل تولید زیات او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 مرغومی 1398
په خوست کې د بېټریو د نوې جوړې شوې فابریکې پر وړاندې خنډونه څه دي؟

د بټریو جوړولو یادې کارخونې د خوست په ګزبزو ولسوالۍ کې له تېر یو کال راهیسې فعالیت پیل کړی دی.
د دې فابریکې مسولین یې وایي، له تېرې څه مودې راهیسې یې ۲ زره بټرۍ بازارته وړاندې کړې، خو په وینایې اوس مهال په دې هڅه کې دي، چې څه ډول خپل تولید زیات او خام توکي پروخت ورته ورسوي.
د فابریکې د مسولینو په وینا، لومړۍ یې زړه نا زړه داسې کار پیل کړ، چې ګنې تاوان به وکړي، خو په خبره یې کاروبار یې وغوړېد او اوس غوښتنې زیاتې، خو تولید یې کم شوی دی.
د یادې فابریکې یو تن کارکوونکی بخت الله وایي، داسې یې انګېرله، چې ګني د دوی بټرۍ به د نورو بهرنیو شرکتونو د بټریو په شان دوام ونه کړي، خو وروسته ورمعلومه شوه، چې بټرۍ غوره او غوښتنه یې زیاته ده.
د فابریکې مشر عبدالواسع افغان وایي، د بټریو د جوړولو لپاره خام توکي له چين او پاکستان څخه راوړي، خو په خبره یې هڅه یې داده، چې یاد مواد همدلته ورته پیدا او د ځينو نورو ماشینونو په لګولو سره بټرۍ په بشپړ ډول افغاني کړي.
ددې برخې د کارپوهانو په خبره، پېرېدونکي په بازار کې افغاني تولید ته تر نورو بهرنیو هغې ترجیح ورکوي.
په هېواد کې اوس هم دې ته ورته ډېری پانګوال او د فابریکو څښتن غواړي، چې په هېواد کې د ننه پانګونه وکړي، خو لویه ستونزه یې پر وړاندې د خامو توکو او په ډېری سیمو کې د برېنښان نشت دی، چې دوی یې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA