ads

د کورنيو چارو وزارت: د جنايي جرمونو په تور مو نېږدې ۲۰۰ کسان نيولي

په کابل غوندې لوی ښارکې، چې هره ورځ يوه جنايي پېښه ترسره کېده؛ خو اوس په تېرو څلور وېشت ساعتونوکې هېڅ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. د کورنيو چارو وزارت په تېرو درېيو ورځوکې ۱۸۸ کسان د جنايي جرمونو په تور نېولي دي. د جنايي مجرمينو د ځپلو لپاره دغه عمليات له تېرو درېیو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 مرغومی 1398
د کورنيو چارو وزارت: د جنايي جرمونو په تور مو نېږدې ۲۰۰ کسان نيولي

په کابل غوندې لوی ښارکې، چې هره ورځ يوه جنايي پېښه ترسره کېده؛ خو اوس په تېرو څلور وېشت ساعتونوکې هېڅ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
د کورنيو چارو وزارت په تېرو درېيو ورځوکې ۱۸۸ کسان د جنايي جرمونو په تور نېولي دي.
د جنايي مجرمينو د ځپلو لپاره دغه عمليات له تېرو درېیو ورځو را هيسې د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير مسعود اندرابي په مشرۍ په کابل کې پيل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستياله ويانده مروه امنيني وايي، دغو عملياتو په کابل کې يو مثبت بدلون راوستی او په تېرو څلور وېشت ساعتونو کې هېڅ کومه جنايي پېښه نه ده را منځته شوې.
نوموړې ټينګار وکړ، دا عمليات به د جنايي مجرمينو او وسله والو غلو تر ختمولو پورې په کابل کې دوام ومومي.
د جنايي جرمونو او وسله والو غلو پر وړاندې د کورنيو چارو وزارت دغه عمليات د مشرانو جرګې د يکشنبې ورځې په غونډه کې هم وستايل شول.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزارت هغو اندېښنو ته هم اشاره وکړه، چې ګواکې دغه وزارت د مجرمينو د نېولو په برخه کې د ولسي جرګې له کلک مخالفت سره مخ شوی دی.
د مشرانو جرګې رييس وويل، د کورنيو چارو وزارت بايد د هغو وکيلانو نومونه بربنډ کړي، چې د مجرمينو ملاتړ کوي.
بل پلو د نظامي چارو کارپوه جنرال امرالله امان هم کليد ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت خلکو ته پر ځواب ويلو مکلف دی او هېڅ شی بايد پټ ونه ساتي.
امان زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت بايد له کوم احسان پرته د دغو وکيلانو نومونه افشا کړي.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت دغه عمليات د خلکو له بېساري هرکلي سره مخ شوي دي؛ خو خلک داسې اندېښنې هم لري، چې دغه عمليات بايد لنډمهاله نه وي او د مجرمينو د ځپلو لپاره د تل لپاره دوام ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA