ads

په ارزګان کې د سولې ولسي حرکت پراخه لایون وکړ

تېره ورځ مازيګرمهال په ترينکوټ ښار کې د سولې ولسي حرکت د غړو او سلګونه ارزګانيانو له لوري د ترينکوټ په ښار کې د غازي امان الله خان پر څلور لاري د يوه لاريون پرمهال د سولې او اوربند غوښتنې وشوې. دغه لاريون، چې د سولې د ولسي حرکت له لوري ترسره شو، د جګړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 مرغومی 1398
په ارزګان کې د سولې ولسي حرکت پراخه لایون وکړ

تېره ورځ مازيګرمهال په ترينکوټ ښار کې د سولې ولسي حرکت د غړو او سلګونه ارزګانيانو له لوري د ترينکوټ په ښار کې د غازي امان الله خان پر څلور لاري د يوه لاريون پرمهال د سولې او اوربند غوښتنې وشوې.
دغه لاريون، چې د سولې د ولسي حرکت له لوري ترسره شو، د جګړي پر ښکيلو غاړو ږغ شو، چې جګړه بس کړي او بین الفغاني خبرې دې پیل شي.
دياد لاريون پرمهال په هېواد کې روانه جګړه پردي وبلله شوه او د جګړې پر ښکيلو اړخونو د ډزبندي غږ وشو.
د لاريون پرمهال د ارزګان اوسېدونکو وويل، چې په روانه جګړه کې ډېره قربانې افغانانو ورکړې ده.
دوی د جګړي له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې نور ترشخصې ګټو تېر شي او افغان وژنه دي ودرول شي.
له هلمند څخه تر هلمند د سولې ولسي حرکت دغه موټريز کاروان، چې د هېواد ۳۴ ولايتونو ته سفر کوي، په وينايې چې هدف يې د جګړي درېدنه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA