ټاکل شوې چې افغان ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې له ایرلنډ سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان له کرکټ بورډ څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبې به د مارچ میاشتې پر شپږمه، اتمه او لسمه نېټه د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.
د سرچینې په خبره، د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به هم په روان میلادي کال کې له سرینلانکا او بنګله دېش ټیمونو سره شل اوریزې او یوورځنۍ لوبې ولري.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې اوسمهال په کرکټ کې د ښه ځلېدو له کبله د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.