ads

امریکا د ایران پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان له مخې د ایران پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول شول. په دغو کسانو کې د ایران د ملي امنیت د شورا رییس علي شمخاني، د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال محمد رضا، د سپاه پاسداران د ملېشه ځواکونو مسول غلام رضا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 مرغومی 1398
امریکا د ایران پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان له مخې د ایران پر لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول شول.
په دغو کسانو کې د ایران د ملي امنیت د شورا رییس علي شمخاني، د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال محمد رضا، د سپاه پاسداران د ملېشه ځواکونو مسول غلام رضا سلیماني، د سپاه پاسداران ډلې د چارو د مسول مرستیال محمد رضا نقدي او داسې نور کسان شامل دي.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران رژیم د امریکا د پرسونل او شتمنیو پر ضد د وروستیو بریدونو مسول دی.
ټرمپ په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران پر عایداتي سرچینو یې له دې کبله بندیزونه لګولي، چې دغه هېواد د اټومي وسلو په جوړولو، د میزایلو په پراختیا او د ترهګرۍ د ملاتړ په برخه کې له ماتې سره مخ شي.
اعلامیه زیاتوي چې نوي بندیزونه به د ایران پر اقتصاد لوی اغېز ولري او په دې ډول به دغه هېواد ته اجازه ورنه کړي، چې اټومي وسلې جوړې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA