افغان امنیتي چارواکي د هرات په چشت ولسوالۍ کې له ۱۴ کلونو وروسته د تخت درې او د غور په شهرک ولسوالۍ کې له دوو کلونو وروسته د ګمنج درې د نیولو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د غور په ګمنج دره کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول او دغه دره په بشپړه توګه افغان ځواکونو ونیوله.
بلخوا، نوموړی وایي، چې په غور او هرات ولایتونو کې د تېرو درېیو اونیو په اوږدو کې د افغان ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی شپږ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
دی زیاتوي چې افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو څخه د ډېر شمېر نورو سیمو په نیولو هم توانېدلي دي.
د نوموړي په وینا، هغو طالبانو چې په دغو سیمو کې یې شتون درلود، له خلکو او موټرو څخه یې شکوونې کولې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.