ads

په کندهار کې د سولې شعر او انځورګرۍ سرتاسري فسټیوال جوړ شو

د پنجشنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کې د سولې ملاتړ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې په هدف د سولې شعر او انځورګرۍ سراسري فسټیوال جوړ شو، چي پر مهال یې د کندهار والي حیات الله حیات، له کابل څخه راغلي پنځه کسیز ګډ پلاوي، د کندهار پوهنتون مسولینو، لسګونه ښځینه او نارینه محصلینو، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 مرغومی 1398
په کندهار کې د سولې شعر او انځورګرۍ سرتاسري فسټیوال جوړ شو

د پنجشنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کې د سولې ملاتړ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې په هدف د سولې شعر او انځورګرۍ سراسري فسټیوال جوړ شو، چي پر مهال یې د کندهار والي حیات الله حیات، له کابل څخه راغلي پنځه کسیز ګډ پلاوي، د کندهار پوهنتون مسولینو، لسګونه ښځینه او نارینه محصلینو، مدني فعالانو، شاعرانو، لیکوالانو او انځورګرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د یاد فسټیوال جوړونکې پلاوي غړي صدیق الله بدر وویل، د دغه نندارتون هدف د سولې، له افراطیت سره د مبازرې، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب، نوي افغانستان یا ښکلي راتلونکې او پخلایني لپاره د شعر او انځورګرۍ په ژبه هڅه کول دي؛ څو د هېواد هنري مسایلو ته د ارزښت ورکولو ترڅنګ اسانه سوله ‌ییزو بحثونو او پروګرامونو ته زمینه برابره شي.
نوموړي وویل، له کابل وروسته دغه نندارتون په کندهار کې جوړ شو، چي د موضوع اړوند غوره شعرونه، انځورګري او ګرافي اثار به په یوه کتاب کې په لس زره نسخو کې چاپ او د هېواد د هنر د ملاتړ په هدف به د پوهنتون محصلینو او د ښوونځیو زده کوونکو ته په واک کې ورکول شي.
بل لور ته د کندهار والي حیات الله حیات د دغه نندارتون په جوړېدو خوښي وښوده او مننه یې وکړه، چي د شعر او انځورګرۍ له لارې د سولې راوستلو او افراطیت له منځه وړلو لپاره هڅي کېږي.
حیات د ټولنې د اصلاح او ناخوالو له منځه وړلو لپاره د هنرمندانو او په ځانګړي ډول د شاعرانو او انځورګرانو هنري هڅې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې یاد قشر دې د نورو برخو ترڅنګ د سولې او ملي پخلاینې لپاره هم کار وکړي.
په فسټیوال کې د انځورګرانو ترتیب شوې تابلوګانې هم نندارې ته اېښودل شوي وې او له فیسټوال وروسته د مسولینو له لوري درې تنو غوره شاعرانو او درې تنو غوره انځورګرانو ته ستاینلیکونه، ایوارډونه، یوه پایه لپ ټاپ کمپیوټر او یو سیټ مبایل هم ورکول شو.
د شعرونو په برخه کی د لومړی مقام ګټونکې سیدمحمد صدیق له کلید سره په خبرو کې دغسې فیسټیوالونه د شاعرانو او انځورګرانو له پاره ګټور وبلل او ویی ویل، چي په راتلونکې دې د دوی د تشویق له پاره داسی نور پروګامونه هم جوړ شی.
یاده دې وي، چي له کابل، باميان، هرات او بلخ ولایتونو څخه وروسته د سولې شعر او انځورګرۍ دا پنځم سراسري فسټیوال، چي د حوزې په کچه په کندهار ولایت کې جوړ شو، د مسولینو په خبره راتلونکې فسټیوالونه به په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA