له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ۴۰۹ پامیر تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
د سرچیني په وینا، په دغو عملیاتو کې د درقد ولسوالۍ نورخېل کلی په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاک او د دې ډلې درې پټنځایونه له منځه یوړل شول.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
تخار د افغانستان په شمال کې پروت هغه ولایت دی، چې تر ډېره ناامنه بلل کېږي.